محمد هارون چخانسوري: د ټاپي پروژې په تخنیکي، حقوقي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې به اساسي تحرک رامنځته کړو ترڅو د پروژې د ساختماني چارو شروع کولو ته زمینه برابره شي

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۸ - ۷:۴۸
ddd

دکانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري نن ماسپښین د ټاپي پایپ لاین له اجراییوي رئیس محمد مراد امانوف سره د ویډیو کنفرانس له لارې د تعارفي کتنې په ترڅ کې، د پروژې د ګړندي تطبیق او د چارو د ښې همغږۍ، د پروژې د امنیت، د ځمکو د استملاک، د ګازو څخه داستفادې، او د پروژې په اجتماعي او اقتصادي اړخونو خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت په افغانستان کې د ټاپي ګاز د پایپ لاین د اصلي شریک په توګه ددې پروژې ګړندي تطبیق او د ښکېلو اړخونو ترمنځ د قوي همغږۍ د مسؤل په حیث کار کوي ترڅو له ټولو شریکانو سره د ټاپي پروژې په تخنیکي، حقوقي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې د اساسي تحرک رامنځته کولو ته زمینه برابره شي او د مهال وېش په اساس د پروژې ساختماني چارې ژر پيل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د ټاپي پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک په هکله به د ښارجوړونې له وزارت سره همغږي رامنځته کړو او د خلکو د مشارکت په موخه به د انکشافي شوراګانو او ولسي تړون پرګرامونو څخه ګټه واخلو ترڅو د پروژې اجتماعي چارې منظمې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶مه، د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل.
په دې لیدنه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۲۱:۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي ازبکستان ته د روزنیز پروګرام په موخه خپل رسمي سفر پیل کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د انسټيټوټ ریاست په نوښت او همغږۍ سره د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۸ تنو فني او مسلکي کارکوونکو څخه جوړ یو رسمي پلاوی، د جیوفزیک د څېړنې او سروې ریاست د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

بېرته خبرونه ته