محمد هارون چخانسوري: د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې د ملي او بین المللي پانګونې هرکلی کوو

firoz_admin
پنجشنبه, دسمبر 17 2020 12:06 PM
xxx

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري نن سهار په کابل کې د فرانسې سفیر ښاغلي ډېوېډ مارټینون سره په خپل کاري دفتر کې سره وکتل.

ددغې کتنې په لړ کې د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې د پانګونې لپاره د شته ظرفیتونو او فرصتونو په اړه هراړخیز بحث وشو.

ښاغلي ډیوېډ مارټینون د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د فرانسې د خصوصي سکتور د پانګونې د لېوالتیا په اړه معلومات شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د فرانسې سفیر ته د هرکلي ترڅنګ د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د شته ظرفیتونو او فرصتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

محمد هارون چخانسوري وویل: موږ د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې د ملي او بین المللي پانګونې هرکلی کوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه, جولای 04 2024 11:31 AM
Background image

د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبۍ (بولۍ) اعلان

په پام کې ده چې 4 تنه د مسلکي کان کیندنې جواز لرونکي، د پنجشېر ولایت استخراج شوي زمرد داوطلبۍ یا (بولۍ) ته وسپاري.

له ټولو پانګوالو او علاقه مندانو څخه هیله کېږي، چې د سه شنبې په ورځ. . .

پنجشنبه, جولای 04 2024 9:28 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د Safir Drilling services کمپنۍ له استازي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 1403/4/13 نېټې د  Safi Drilling services کمپنۍ له استازي سره په کتنه کې د دوه بعدي سروې، د ګازو د تولید او استخراج په اړه. . .

پنجشنبه, جولای 04 2024 9:24 AM
Background image

د سروې او جیولوجي معینیت د اړتیا وړ 94 قلمه قرطاسیې آفرګشایي

د سروې او جیولوجي معینیت د اړتیا وړ 94 قلمه قرطاسیې آفرګشایي غونډه د 1403/4/13 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، د یوشمېر رئیسانو، ټاکلې کمېټې. . .

بېرته خبرونه ته