متن سخنرانی محمد هارون چخانسوری، سرپرست وزارت معادن و پترولیم در ۴۷مین جلسه گروپ چندجانبه (AEITI)

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۰:۳۷
یی

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو هیوادوالو،‌ د رسنیو محترمو استازو، درنو همکارانو، او د څو اړخیز ګروپ محترمو غړو، اسلام و علیکم و رحمته الله و برکاته!

با تاسف فراوان، امروز یکی از شخصیت های برجسته کشور، روان شاد محمد یوسف غضنفر، نماینده فوق العاده رئیس جمهور در امور توسعه اقتصادی و تجارتی و کاهش فقر داعی اجل را لبیک گفت. در گذشت مرحومی را به جلالتمآب رئیس جمهور اسلامی افغانستان، خانواده سکتور خصوصی، تجاران ملی و تمام هموطنان عزیز تسلیت عرض می دارم.

د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت سازمان یا EITI د نړۍ په هېوادونو کې د کانونو، ګازو او نفتو په استخراج کې د ډاډمن شفافیت لپاره یو نړیوال معیار دی. په هغو هیوادونو کې چې دا معیار پلی کیږي، شرکتونه باید خپل مالي تادیات او حکومت باید د استخراجي صنعت له برخې څخه د خپلو ترلاسه شویو عوایدو په اړه کره معلومات خپاره کړي. دا شمیرې باید د یو خپلواک مفتش لخوا مقایسه او خپرې شي. ددې ترڅنګ یاد نوښت د استخراجي صنایعو په‌ سکټور کې د عامه مشارکت او اقتصادي پراختیا لپاره مکلفیتونه ټاکلي ‌دي.

 د یادو معیارونو د تطبیق په موخه دولتونه اړ دي چې د دولت د لوړپوړو چارواکو، مدني ټولنې او خصوصي سکتور په ګډون یوه څو اړخیزه ډله وټاکي، ترڅو د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت سازمان له معیارونو څخه څارنه وکړي.

د افغانستان دولت ژمن دی چې د یاد نوښت د سازمان معیارونه په جدي‌ ډول عملي‌کړي‌؛ همدارنګه د افغانستان د غړیتوب د تعلیق پای ته رسولو لپاره لازمي ده چې، ټولو هغو قانوني ستونزو ته چې د سرعت او پرمختګ مخه نیسي د پای ټکی کیښودل شي ترڅو د پروسو په تطبیق کې لازم تحرک او شفافیت را منځته شي.‌

دکوید ۱۹ وبا له امله د اووم ګزارش په شمول د یاد نوښت ځينې شرایط له ځنډ سره مخ شوي دي؛ په دې برخه کې د څو اړخیزه ګروپ له استازو نه هیله کوو‌ چې په ټاکل شوې موده کې د یاد ګزارش د بشپړولو او خپرولو په برخه کې جدي همکاري وکړي.

دشفافیت او حساب ورکولو په موخه له ټولو ښکېلو اړخونو سره لازمه همکاري کوو؛ ترڅو د یاد نوښت په سازمان کې د افغانستان غړیتوب بېرته ترلاسه کړو او د کانونو په سکټور کې واضح حرکت، سرعت او شفافیت تامین کړو.‌

طوریکه اعضای محترم گروپ چند جانبه میدانند، عضویت افغانستان در ابتکار شفافیت صنایع استخراجی نظر به اجراآت این کشور در جریان سالهای۲۰۱۴ الی ۲۰۱۷ میلادی به حالت تعلیق درآمده است. اما بهبود حکومتداری گروپ چند جانبه از قبیل ترتیب و تطبیق لوایح وظایف اصلاح شده "استراتیژی ارتباطات" گزارش ششم ابتکار شفافیت صنایع استخراجی، گزارش سال ۲۰۱۹ میلادی، میکانیزم حل منازعات "پروسیجر استندر عملیاتی  و همچنان منظوری طرزالعمل های انتخاباتی سکتور خصوصی و جامعه مدنی از جمله پیشرفت های چشمگیری بوده که برای رفع تعلیق عضویت افغانستان ضروری پنداشته میشوند.

تطبیق ملاحظات دور اعتباردهی قبلی و درخواست برای رفع تعلیق عضویت افغانستان در سازمان متذکره یکی از دستآوردهای کلیدی گروپ چند جانبه بشمار میروند که نشاندهنده اشتراک فعال، موثر و همه جانبه اعضای گروپ چند جانبه بعد از اعتباردهی دور نخست بوده و لازم می پندارم که از تعهد و اشتراک فعال تمامی اعضاء تشکری کنم.

 طرزالعمل انتخابات سکتور خصوصی و جامعه مدنی از جمله ملاحظات پروسه اعتباردهی قبلی بوده که خوشبختانه این پروسیجرها از طرف مراجع ذیربط منظور گردیده اند. اما حوزه های محترم مربوطه تا اکنون نتوانسته اند که انتخابات را تطبیق نمایند. چون مدت زمان اعضای موجوده گروپ چند جانبه تکمیل گردیده و ایجاب می کند که اعضای گروپ از طریق انتخابات شفاف تجدید گردند، خواهشمندیم تا جامعه مدنی انتخابات خویش را بصورت شفاف دایر نماید و سکتور خصوصی برای تطبیق انتخابات شفاف اقدامات لازم اتخاذ نمایند.

په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غنی د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ د ۱۱ نیټی ۱۸۵۲ حکم  پر اساس د څو اړخیزه ګروپ له ټولو غړو څخه غوښتنه کوم چې ددې ګروپ په ټولو غونډو کې ګډون ولري او د اعتبار ورکړې په پروسه کې هر اړخیزه ونډه واخلي ترڅو یاده پروسه په ښه توګه او ژر تر ژره تکمیل شي او افغانستان بېرته خپل غړیتوب ترلاسه کړي.

ما برای رسیدن به افغانستان مرفه به اهمیت کلیدی سکتور معادن، ارزش قایل هستیم و در این سکتور کلیدی، برای رشد اقتصادی کشور طی برنامه های عملی، به ایجاد تحرک، شفافیت و سرعت متعهد هستیم.

رهبری وزارت متعهد به شفافیت است و تمام قرارداد های که در آن مشکل و یا اتهامات فساد وجود دارد، به همکاری شما به گونه جدی بررسی خواهد شد و با متخلفین برخورد قانونی صورت خواهد گرفت.

 

تشکر از توجه تان

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۳:۲۶
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له مسئول سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) مسوول عبدالله الدرداري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د کانونو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۸:۱۸
Background image

د ټاپي پروژې په اړه د افغانستان د ماموریت مشورتي غونډه ترسره شوه

د افغانستان حکومت، د آسیا پراختیايي بانک ADB ، او د ټي پي سي ال TPCL شرکت ترمنیځ د ټاپي پروژې د تطبیق او په افغانستان کې دیادې پروژې د ورستیو پرمختګونو، د آسیا پراختیايي بانک مالي مرستو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۳:۳۹
Background image

محمد هارون چخانسوري: د افغانستان اقتصادي رفاه، ټولنیز پرمختګ، د منابعو څخه موثره استفاده او ددې بیرغ تر سیورې لاندې د افغانانو ګډ ژوند زمونږ لپاره مهم ارزښتونه دي


د کانونو او پټرولیم وزارت نن سهار د ملي بیرغ ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله. دغه مراسم چې د وزارت په انګړ کې ترسره شول، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د. . .

بېرته خبرونه ته