فراه ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال سفر:

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۲:۴۴
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي فراه ولایت ته خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي، امنیه قومندان، اقتصادي رئیسانو، کانونو رئیس، استخباراتو له مسوؤلینو او ځايي خلکو سره ولیدل.
د پلان او پالیسي مرستیال په دغه لیدنه کې د یاد ولایت په کاني زېرمو، ځوانانو ته د کاري زمیني پر برابرولو او شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړې. او همدارنګه د فراه د 9 ارګانونو یوه ګډه کمېټه  چې پکې((امنیه قومنداني،استخبارات،کانونو ریاست، اقتصاد، مالیه، کرنه،چاپیریال ساتنې، سوداګري او صنعت) شامل دي جوړه کړه او زیاته یې کړه: یاده کمېټه د کانونو د غیرقانوني استخراج، قاچاق مخنیوی د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوې او چې سیمه یز ارګانونو څخه یې غوښتنه وکړه چې له یادې کمېټې سره همکاري پوره وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته