طبعي ګاز(CNG)

افغان سی ان جی ارزانه، پاک او کورنی تولید دی چې د پترولو او ډیزلو ښه بدیل، او په افغانستان کې د دوامداره انرژۍ په توګه استعمالیدای شي

افغانستان د کانونو وزارت افغانی مشتریانو ته د افغان سی ان جی صنعت چی ارزانه، پاک او کورنی تولید دی او همدارنگه د پټرولو او ډیزلو پر ځای چی په موټورو او جنریټرو کښی استعمالیږی یو ښه بدیل دی، وړاندی کوی.

په افغانستان کی د سی ان جی لومړی مرکز د جوزجان ولایت، شبرغان ښار کښی  د ۲۰۱۲ کال د می په میاشت کی پرانستل شو.

د دغه مرکز د جوړیدو نه مخکی افغانستان د اړتیا وړ۱۰۰ فیصده تیل د ګاونډیو هیوادونو څخه واردول چی د ترانسپورټی ستونزو له امله به په ډیره لوړه بیه تمامیدل.همدارنگه د  طبیعي گازو د ویش لږ پرمخ تللي جوړښت د افغانستان د شمالی سیمو د ګازو بډایه زیرمو د تولید وړتیا محدوده کړی ده. د کورنی ګازو تبدیلول په سی ان جی  او د هغه کارونه په موټورو او جنریټرو کښی کولای شی چې د طبیعی ګازو صنعت ته د خصوصی سکتور په پانګه اچونې سره نوره هم وده ورکړی او همدارنګه نوي دندې  رامنځته او د عوایدو یوه ښه منبع وګرځي. دا مرکز به همدارنګه د سی ان جی ګاز لیږد د شبرغان نه دباندی نورو سیموته د ټانکرونو پواسطه پرته له لوړو مصارفو ممکنه کړی.

موټر لرونکی به سی این جی ګاز د پطرولو په نیم قیمت رانیسی. او ددی په استعمال سره د موټر او جنراتور لرونکی سمدلاسه گټه و کړی.

د افغانستان د لومړی سی ان جی امتحانی مرکز د فعالیت حق به د۲۰۱۳ کال په لومړیو کی چې د جوزجان ولایت د شبرغان په ښار کی موقعیت لری ګټونکي داو طلب ته ورکړل شی. ګټونکی داو طلب به په انحصاری توګه ددی حق ولری چی د افغان سی ان جی بازار ته پرمختګ ورکړی او د هغه څخه ګټه واخلی.  د کانونو وزارت به مخکی د داوطلبی نه  د امتحانی مرکز چاری پر مخ بیایی.

د شبرغان د سی این جی مرکز پرانسته د افغان سی ان جی صنعت له لومړی ګامونو څخه شمیرل کیږی. همدارنګه د سی ان جی  مرکزونو یو سیمه ایزه شبکه به يه پرمختللی توګه ایجاده شی تر څو وکړای شی چی د ډریورانو او جنریټرو مالکانو ته د افغانستان په شمال کښی او نورو هغه ښارونو کښی چی د ګاز د نل لیکی په واسطه طبعی ګازو ته لاس رسی نلری سی ان جی ورورسوی.   

شبرغان ته طبیعی ګاز د شکرک او جرقدوق له زیرمو څخه راځي. په افغانستان کښی شمالی سیمی په غټه پیمانه د ګازو زیرمی لری چی  ۲،۵(TCF)څخه زیات ګاز یوازی په شبرغان کی دی.