ستاسو غږ اوریدل کیږي!
کانونو او پټرولیم وزارت رهبرۍ د خصوصي سکټور استازو ستونزو ته د رسیدو په موخه دریمه ناسته تر سره کړه.
نن ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند خصوصي سکټور استازو وکولاۍ شوه چې خپلې ستونزې د وزارت رهبرۍ سره د څېړلو په خاطر شریکې کړي.
نو په همدې موخه د خصوصي سکټور استازو او د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو ته خبر ور کول کیږي چې د هر ډول قانوني ستونزو د حل په موخه، د وزارت رهبرۍ سره خپلې ستونزې د دې ناستو له لارې شریکې کړی.
وخت: هره پنجشنبه، د سهار له (۱۱:۰۰ نه تر ۱:۰۰) پورې
ادرس: کابل، د شهید عبدالحق څلور لارۍ، کانونو او پټرولیم وزارت