د A-92 برانډ 67000 لېترو د پټرول تېلو او L-62 برانډ 150000 لېترو ډیزل  تیلو چمتو کول

firoz_admin
ddd

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست د خپل افغان ګاز تصدۍ په استازیتوب ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د یادې تصدۍ د دریمې او څلورمې ربعې اړتیا لپاره د A-92 برانډ  67000 لېترو د پټرول تېلو او L-62 برانډ 150000 لېترو ډیزل  تیلو چمتو کولو په پروسه کې ګډون وکړي. او د اړوندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو د اجناسو او غیري مشورتي خدماتو له آمریت څخه  د 17/5/1401 نېټې د دوشنبې په ورځ وروسته له غرمې په 04:00 بجو تر لاسه کولی شي. او خپل آفرونه د شرطنامې او د تدارکاتو او طرزالعمل له قانون سره سمې ډکې کړئ. او د آفرګشايي په غونډه کې وړاندې کړئ.
آفرګشایي د سه شنبې په ورځ د 18/5/1401 مخکې له غرمې 10:00 بجې ده
د آفر کوونکي تضمین باید د بانک ګرنټي وي او یا هم 525،000 پنځه سوه پنځه ویشت زره افغانۍ نغدې پيسې له ځانه سره ولري د داوطلبۍ وړ دي.
په تېرو لسو کلونو کې یو ورته قرارداد 13،700،000 د دیارلس میلیونه او اوه سوه زره افغانیو په ارزښت وي.
او یا په تېرو لسو کلونو کې یو ورته قرارداد 23،900،000 د درویشت میلیونه او نهه سوه زره افغانیو په ارزښت وي.
د تیرو پنځو کلونو په ورستیو دوه کلونو کې د کلنۍ راکړې ورکړې حجم (عمومي تجربه) 26,200,000 شپږ ویشت میلیونه او دوه سوه افغانۍ وي.
د یادې پروژې مالي ظرفیت (5،700،000 پنځه میلیونه او اوه سوه زره) افغانۍ دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د محمود خان پله تر عبدالحق څلور لارې د مسلخ تر څنګ د تدارکانو ریاست لومړۍ منزل (99) شمېره اطاق د یاد ریاست د غونډو په تالار کې تر سره کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۴:۲۱
Background image

د A-92 برانډ 42000 لېترو د پټرول تېلو او L-62 برانډ 130000 لېترو په اندازه ډیزل  تیلو چمتو کول

د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د وزارت مرکز لپاره د A-92 برانډ  42000 لېترو د پټرول تېلو او L-62 برانډ 130000 لېترو ډیزل  تیلو چمتو کولو . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د نقلیه وسایطو او جنراتورونو لپاره 18 قلمو په اندازه د روغنیات او فلترونو چمتو کولو داوطلبي

د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د وزارت مرکز لپاره د نقلیه وسایطو او جنراتورونو لپاره 18 قلمو پع اندازه د روغنیات او فلترونو چمتو کولو په . . .

شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

خبرتیا!

د کوچني مقیاس کانونو علاقه مندانو ته خبر ورکول کېږي چې د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچني مقیاس کانونو 18 پروژې چې مخکې اعلان ته سپارلې وې، د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د غوښتنلیکونو او . . .

Back to tenders