د A-92 برانډ 42000 لېترو د پټرول تېلو او L-62 برانډ 130000 لېترو په اندازه ډیزل  تیلو چمتو کول

firoz_admin
طط

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د وزارت مرکز لپاره د A-92 برانډ  42000 لېترو د پټرول تېلو او L-62 برانډ 130000 لېترو ډیزل  تیلو چمتو کولو په پروسه کې ګډون وکړي. او د اړوندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو د اجناسو او غیري مشورتي خدماتو له آمریت څخه  د 14/6/1401 نېټې د دوشنبې په ورځ وروسته له غرمې په 04:00 بجو تر لاسه کولی شي. او خپل آفرونه د شرطنامې او د تدارکاتو او طرزالعمل له قانون سره سمې ډکې کړئ. او د آفرګشايي په غونډه کې وړاندې کړئ.
آفرګشایي د سه شنبې په ورځ د 15/6/1401 مخکې له غرمې 10:00 بجې ده
د آفر کوونکي تضمین باید د بانک ګرنټي وي او یا هم 000،127 یو سل اوه ویشت افغانۍ نغدې پيسې له ځانه سره ولري د داوطلبۍ وړ دي.
د یادې پروژې مالي ظرفیت (1،400،000پنځه میلیونه او څلور سوه زره) افغانۍ دی.
د آفرګشايي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت د محمود خان پله تر عبدالحق څلور لارې د مسلخ تر څنګ د تدارکانو ریاست لومړۍ منزل (99) شمېره اطاق د یاد ریاست د غونډو په تالار کې تر سره کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۳:۲۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۵:۳۴
Background image

د کوچني مقیاس کان کیندنې 51 سیمو اعلان

د کانونو او پټرولیم وزارت د 51 سیمو کوچني مقیاس کان کیندنې پروژې مرمر، بلوري کلسیت او مالګې چې په کابل، فراه او تخار ولایتونو کې شتون لري، مشخصات یې په لاندې جدول کې یاد شوي دي، د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۲:۸
Background image

خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د بي بي ګوهر کان  340 ټنه سرب او جست وپلوري.
غوښتونکی کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو څخه وروسته . . .

Back to tenders