د کوچنیو کانونو د تنظیم رئیس معرفي شو

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۳:۵۹
رئیس تنظیم قراردادهای معادن کوچک معرفی شد

د وزارت د مقام په وړاندیز او د ریاست الوزرا د حکم په اساس ضیا‌ءالحق ضیاء د کوچنیو کانونو د تنظیم رئیس په توګه د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۱/۷ نېټې د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج له لوري د یو شمېر رئیسانو په شتون کې د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د وزارت مقام د دفتر عمومي رئیس د مبارکۍ تر څنګ وویل: په اداره کې بدلون یو اصل دی او هر هغه څوک چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې مسوولیت لري هغه باید خپل کار د اسلامي نظام د پالیسۍ سره سم ترسره کړي. دغه راز یې د پخواني رئیس د کارونو ستاینه وکړه او نوي رئیس ته یې د خپلو دندو په ترسره کولو کې د لا بریالیتوب او خدمت هیله وکړه.
د کوچنیو کانونو د تنظیم نوي رئیس د وزارت د مشرتابه له باور څخه مننه وکړ او ژمنه یې وکړه، چې ورسپارل شوې دنده به سم ډول سره ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته