د کوچني مقیاس 46 نويو کان کېندنو پروژو اعلان

دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کانونو او پټرولیم وزارت د مرمر ډبرو کوچني مقیاس 46 نوې د کان کیندنې پروژې چې د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ او خاکجبار ولسوالۍ اړوند ګزک سیمه کې شتون لري د خلکو د خبرتیا لپاره اعلان ته سپاري.
غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه له 21/6/1402 څخه تر19/7/1402 نېټې پورې د منرالونو د تنظیم عمومي ریاست ته وسپاري. د 37500 افغانیو په بدل کې چې واپس نه ورکول کېږي اړین اسناد تر لاسه کولی شي.