د کنړ کانونو ریاست د کانونو غیر قانوني کېندنو په تړاو د دې ولایت له قومي مخورو سره ناسته ترسره کړه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۱۲:۵۰
یبل

د کنړ کانونو ریاست د دې ولایت قومي مشرانو سره په دې ولایت کې د غیرې قانوني کان کېندنې او د کانونو قانون د عامه پوهاوي په تړاو د دې ولایت له قومي مشرانو سره لېده کاته وکړل.

په دې لیدنه کې، د کنړ ولایت د کانونو ریاست د قراردادونو څارنې مدیر د ناستې ګډونوالو ته د هېواد شته کانونو په ارزښت، عامه پوهاوي او د کانونو غیر قانونی کېندنو په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.

مشرانو د غیر قانونې کېندنو په هکله د کانونو ریاست سره ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به له کانونو ریاست سره همغږي ولري. او همدارنګه قومي مشرانو د هېواد له کانونو څخه په قانوني ډول د استفادې لپاره پر پانګوالو غږ وکړ چې د قانون په رڼا کې د هېواد په شته کانونو پانګونه وکړي، چې د دې لارې به د کانونو په قانوني توګه استخراج او یو شمیر هېوادوالو ته کاري زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته