د کنړ ولایت د 5 سیمو نفرایټو داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۴:۵۰
سس

د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ 5 سیمو نفرایټ کانونو، کوزچنچن 1 او 2 چنچن ناو 1 او 2 او کلاول سیمو نفرایټ داوطلبي د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په مشرۍ، د ټاکلي پلاوي او هغو شرکتونو په شتون کې، چې د پرو پوزلونو په ارزونه کې معیاري نمرې تر لاسه کړې وې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې داوطلبي ترسره شوه.
په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پورتنیو یادو شوو سیمو د داوطلبۍ په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه: دغه قراردادونه د یو ملیارد افغانیو په پانګونه سره د 5 کلونو لپاره په قرارداد ورکول کېږي او 2500 کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
په دغه داوطلبي کې:
خاور ننګرهار شرکت د کوزچنچن اول سیمې نفرایټ کان یوټن (2500000) افغانیو په قېمت سره ګټونکی شو.
لعل پادشاه نوید احمدزی شرکت د کوزچنچن دویم سیمې نفرایټ کان یو ټن(1500000) افغانیو په قېمت سره ګټونکی شو.
د مومند بازان شرکت چنچن ناو اول سیمې نفرایټ کان یو ټن (2500000) افغانیو په قېمت سره ګټونکی شو.
د هېواد ویژن شرکت د چنچن ناو دویم سیمې نفرایټ کان یو ټن په (850000) افغانیو په قېمت سره ګټونکی شو.
د رویال عطايي شرکت کلاول سیمې نفرایټ کان یو ټن په (350000) افغانیو په قېمت سره ګټونکی ا علان شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته