د کرنې او مالدارۍ له سرپرست وزیر سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۴:۴۱
ز

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور  سه شنبې د 20/4/1402 نېټې په خپل کاري دفتر کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له سرپرست مولوي عطاءالله عمري سره ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګه د یادو وزارتونو په اقتصادي او بنسټیزو برنامو لکه د معدني زېرمو استخراج او مدیریت او د افغانستان زراعتي محصولاتو تولید او لېږدولو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل. د یادو وزارتونه رول یې د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم وباله. او دواړو لورو د لازیاتو همکاریو او همغږۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته