د کاپیسا ولایت د بېروج داوطلبۍ (بولۍ) خبرتیا
په پام کې ده چې د کاپیسا ولایت یوتن د مسلکي کان کیندنې جواز لرونکی، خپل استخراج شوي بېروج د داوطلبۍ(بولۍ) له لارې وپلوري.
ټولو پانګوالو او علاقمندانو ته بلنه ورکول کېږي، چې د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۵مه نېټه، د کاپیسا ولایت د کانونو ریاست د غونډو په تالار کې د یادې داوطلبۍ(بولۍ) په غونډه کې ګډون وکړي.
