د کانونو او پټرولیم وزیر د کندهار د شوراندام سمنټو له کارخونې څخه لیدنه وکړه

kamran2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۱۱
د کانونو او پټرولیم وزیر د کندهار د شوراندام سمنټو له کارخونې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د شوراندام سمنټو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي وزیرصاحب د یادې کارخونې له اړوندو مسوولینو سره د چارو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د کارونو د لا ښه او پر وخت ترسره کېدو په موخه یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د کندهار ولایت د شوراندام سمنټو کارخونه د هېواد له سترو سمنټو کارخونو څخه ده، چې ۱۱۳میلیونه ډالره پانګونه پرې کېږي او د چارو له بشپړېدو وروسته به یې د سمنټو د تولید بهیر په عملي ډول په نږدې راتلونکې کې پیل شي.
د دې کارخونې په فعالیت سره به ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به د سمنټو د کورني تولید کچه لوړه او هېواد به د سمنټو د اړتیاوو د پوره کولو او ځان‌بسیاینې پر لور لا نږدې شي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د کندهار د شوراندام سمنټو له کارخونې څخه لیدنه وکړه

 

د کانونو او پټرولیم وزیر د کندهار د شوراندام سمنټو له کارخونې څخه لیدنه وکړه

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د کندهار د شوراندام سمنټو له کارخونې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د شوراندام سمنټو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي وزیرصاحب د یادې کارخونې له اړوندو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

بېرته خبرونه ته