د کانونو او پټرولیم وزیر د کاپيسا ولایت له کانونو څخه لیدنه وکړه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۵ - ۱۰:۱۲
dsd

د افغانستان د اسلامي امارات د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مولوي محمد عیسی آخند د جمعې په ورځ  1443/3/8 تاریخ چې 1400/7/23 هجري شمسي نېټې سره برابره ده د کاپیسا ولایت د کانونو رئیس ښاغلي عنایت الله ابلاغ او د دوی یو شمېر ملګرو په شتون کې د تالک، تعمیراتي ډبرې، ګرانیټ، د نجراب ولسوالۍ بېروج او د تګاب نفرایټ او همدارنګه دوی د دې ولایت د اله سای ساحې د بیروج له کانونو څخه لیدنه وکړه. د دې لېدنې موخه یادو کانونو له فعالیتونو نظارت او د کارمندانو او کارګرانو هڅول وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته