د کانونو او پټرولیم وزیر د دلتا نړیوالې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره وکتل

kamran2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۳۳
د کانونو او پټرولیم وزیر د دلتا نړیوالې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۴مه نېټه، د سعودي عربستان د دلتا نړیوالې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس، شاهر التقي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د نفتو او ګازو د تفحص، اکتشاف او استخراج په برخه کې د پانګونې او همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د دلتا نړیوالې کمپنۍ اجرائیوي رئیس د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې په موخه د وزارت د تخنیکي ټیمونو سره د ترسره شویو خبرو پایله مثبته وبلله. نوموړي څرګنده کړه، چې د وزارت له لوري د اړوندو چارو د اسانتیا او له شرکت سره د تفاهم او هوکړې په صورت کې، دغه شرکت چمتو دی چې په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه و کړي.
په پای کې دواړو لورو د یادو موضوعاتو او ګډو همکاریو د لا پراختیا پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د دلتا نړیوالې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۴مه نېټه، د سعودي عربستان د دلتا نړیوالې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس، شاهر التقي سره په خپل کاري دفتر کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۲۲:۲۱
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ(بولۍ) د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو، سیمه ییزو مسوولینو او پانګوالو په شتون کې د یوې رڼې پروسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د کندهار د شوراندام سمنټو له کارخونې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د شوراندام سمنټو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي وزیرصاحب د یادې کارخونې له اړوندو. . .

بېرته خبرونه ته