د کانونو او پټرولیم وزارت ښځینه کارکونکو لپاره د مدیریت، ارتباطات او رهبرۍ تر عنوان لاندې روزنیزه برنامه په لار اچول شوه

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۳ - ۱۰:۲۱
213

د کانونو او پټرولیم وزارت 25 ښځینه کارکونکو لپاره د مدیریت ارتباطات او رهبرۍ برنامه د (GIZ) دفتر په مالي لګښت وړاندې کړل شوه.

دغه برنامه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د ښځینه کارکونکو د مدیریتي ظرفیت لوړونې په موخه په لاره اچول شوي وه درې اونۍ دوام وکړ. او د دې روزنیزې دورې فارغینو ته یې په مدیریتي برخه کې پوهه ورکړل شوه، چې د کار په ځای کې به ترې ګټه پورته کړي.

د همدې روزنیزې برنامې د پای په مراسمو کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید محبوب‌الله رباني او د دې وزارت یو شمیر رئیسانو ګډون کړی وه؛ د (GIZ) دفتر ستاینه وکړه او د دې برنامو پایله یې اغیزمنه وبلله، او د کارکونکو د پیاوړتیا په برخه کې یې د وزارت د رهبرۍ ژمنتیا په ګوته کړه. یاده برنامه فارغو میرمنو ته د تصدیق لیکونو په ویش پای ته ورسیده.

دا په داسې حال کې ده چې، څه موده وړاندې د دې وزارت یو شمیر ښځینه کارکونکو لپاره د لیسانس او ماسټری لوړو زده‌کړو فرصت ورکړل شوی ؤ، چې د پام وړ پایلې یې درلودې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته