د کانونو او پټرولیم وزارت لوړ پوړو چارواکو لپاره د شتمنیو د ثبت او څارنې روزنیز سیمینار ترسره شو

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۸:۴۵
141

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت او څارنې ریاست لخوا د کانونو او پټرولیم وزارت لوړ پوړو کارکونکو ته د شتمنیو د ثبت او څارنې په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره شو.


 
په دغه سیمینار کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سروېجیولوجي مرستیال ښاغلي حسینداد شفایې، د یاد وزارت رییسانو او د جمهوري ریاست د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت او څارنې رئیس ښاغلي عبدالودود بشریار ګډون کړی ؤ.

 

د وزارت مشرتابه په استازیتوب، ښاغلي شفایې د فساد سره د مبارزې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت ژمنه تازه کړه او په دې برخه کې یې د وزارت د رهبری پاملرنه څرګنده کړه.

 
ښاغلي بشریار د افغانستان د اساسي قانون د ۱۵۴ مادې په اساس د لوړ پوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت او څارنې په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دغه اداره د عامه شتمنیو ضایع کیدو د مخنیوي،  امانتداری کلتور ته وده ورکول، روڼتیا، حساب ورکونې او د قانون د حاکمیت په خاطر رامنځته شوې؛ څو د دولتي چارواکو شتمنۍ ثبت، تحلیل، نشر او وڅاري.
 
همدارنګه د یاد ریاست د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي احسان الله حیات لخوا د دې ادارې د اهدافو او پلانونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.

 
په پای کې د شتمنیو د ثبت او څارنې ریاست لخوا د قانون ترویج، د شتمنیو د ثبت او څارنې، فورم ډکونې او آنلاین ثبتونکي سیسټم په اړه معلومات  وړاندې شول.

 
په یاد سیمینار کې د فساد په وړاندې د مبارزې په اړه د افغان دولت د ژمنو، د شتمنیو د ثبت په فورمې کې د ناسمو معلوماتو د ورکولو په پایلو، او د هغې د څارنې په اړه معلومات وړاندې شول. 

 
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د شتمنیو د ثبت او څارنې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۲ - ۱۰:۲۰
Background image

د حرفه‌ای او خپل‌سرو کیندونکو سیمو د رسمي کولو استراتژي پلي کول

د حرفه‌ای او خپلسرو کیندونو سیمو د رسمي کولو استراتژي د پلي کولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ د کانونو او پترولیم وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو. پدې ورکشاپ کې د کانونو او پترولیم. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۴:۱۵
Background image

د افغانستان استخراجي صنایعو سکټور په تړاو د مختلفو رسنیو خبریالانو ته روزنه ورکړل شوه

د هیواد د مختلفو رسنیو خبریالانو ته د کانونو او پټرولیم وزارت د کارونو او آنلاین سیسټمونو(روڼتیا پورټال) د کارولو او له یاد وزارت څخه د کره معلوماتو د لاسته راوړلو په موخه د هیواد یو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۸:۴۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت لوړ پوړو چارواکو لپاره د شتمنیو د ثبت او څارنې روزنیز سیمینار ترسره شو

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت او څارنې ریاست لخوا د کانونو او پټرولیم وزارت لوړ پوړو کارکونکو ته د شتمنیو د ثبت او څارنې په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره شو.


 
په دغه. . .

بېرته خبرونه ته