د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په چین هېواد کې د افغانستان له سفیر سره ولیدل 

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۷:۴۹
c

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ د 1/5/1402 نېټې په چین هېواد کې د افغانستان له سفیر ښاغلي سید محی الدین سادات سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو پر بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د لویو کانونو پر قرار دادونو، د عینک مس کان څخه د لرغونو اثارو لېږدول، سرب  او جست او د غوریانو اوسپنې باندې هر اړ خیزې خبرې وکړې.
په پای کې ښاغلي سادات په بېلا بېلو برخو کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته