د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له اروپايي او امریکايي پانګوالو سره ویډیو کنفرانس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ماښام د 24/11/1400 نیټه د دفتر عمومي رئیس مطیع الله حقاني، د څارنې او ارزونې د پلان عمومي رئیس قاضي محمد حسن حقيار، د منرالونو د تنظیم عمومي رئیس فضل الباري بلوچ او یو شمېرې نورو رئیسانو په ګډون له اروپايي او امریکايي پانګوالو سره په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: افغانستان د پانګونې د جلبولو او په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې ډېر اصلاحات رامنځته کړي، چې تر ټولو څرګند یې د جواز ورکولو د پروسې ساده کول دي.
همداراز د یاد وزارت سرپرست زیاته کړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي په افغانستان کې د پانګونې د زیاتوالي لپاره د لازم امنیت او اسانتیاوو په برابرولو سره بهرني پانګوال راجلب کړي.
په دغه ویډیو کنفرانس کې د کانونو او پټرولیم وزارت له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره دې اروپايي او امریکايي هېوادونو پانګوال وهڅوي.
شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د افغانستان رول ته اشاره وکړه او وویل: دا هېواد د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د جنوبي اسیا د هېوادونو د نښلولو نقطه ده او د سیمې هېوادونو ته د ټرانزیټ او سوداګرۍ د نښلولو نقطه ګڼل کېږي.
په دغه ویډیو کنفرانس کې پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت د اقتصادي او پانګونې د همکاریو د پراختیا په اړه د نویو پلانونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې له افغانستان سره به د خپلو همکاریو کچه لوړه کړي.
د یاد ویډیو کنفرانس په پای کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې د خپلو غونډو تر سره کول کچه به زیاته کړي.