د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګلبهار شرکت له رئیس سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۷
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ګلبهار شرکت له رئیس سره په کتنه کې د افغانستان د کانونو او سرتاسري امنیت په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو چې د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه کوي موږ یې هرکلی کوو او لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړو.
په دې کتنه کې د ګلبهار شرکت رئیس په افغانستان کې د بشپړ امنیت او ثبات د رامنځته کېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د هېواد د نفتو او ګازو په برخه کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پانګونې په برخه کې د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د پانګونې په برخه کې به د زمینې برابرولو په موخه د کانونو د قانون او طرزالعمل مطابق همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته