د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګاما شرکت له رئیس سره وکتل

sp_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۴:۲۸
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ 1/7/1403 نېټې د ګاما شرکت له رئیس ښاغلي ضیاءالرحمن فراهي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د ياد شرکت مشر په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېريال د برابرولو له امله خوښي څرګنده کړه، د هېواد د سرب او جستو کانونو په برخه کې يې د پانګونې لېوالتيا څرګنده کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې به د پانګونې د زمینې برابرولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته