د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین له سفیر سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ 22/7/1403 نېټې د چین له سفیر او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د وزارت د مقام سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي او یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود، د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا، د ګډو همکاریو، د پانګونې د فرصتونو، دآمو دریا د تېلو او مس عینک پروژو په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.