د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چين له سفیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۱۴:۳۵
شش

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د معینانو او یو شمېر رئیسانو په شتون کې د چین له سفیر ښاغلي وانګ یو سره د استخراجي صنایع سکټور، په ځانګړې توګه د مس عینک، آمو دریا او کټواز سیمې سروې پورژو د وضعیت، پرمختګ او لومړیتوبونو په اړه نن یکشنبه د 24/7/1401 نېټې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په پېل کې چین د افغانستان ښه ګاونډ او همکاروباله او د دغه هېواد له دوامداره مرستو څخه یې مننه او قدرداني وکړه او همدارنګه هیله یې څرګنده کړه چې د یاد هیواد مرستې په مختلفو برخو کې داوم ومومي.

د چین له سفیر د وانګ یو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه د مننې تر څنګ له افغانستان سره یې د دغه هیواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ، ښاغلي وانګ يو وويل افغانستان او چين دوستانه اړيکي لري او چين په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره زياتې مرستې کړې او لا به هم کوي.

د غونډې په پای کې په یادو پروژو کې د تحرک او شفافیت د رامنځته کولو په موخه د لازمو تدابیرو په اړه خبرې وشوې او د پروژو د اغیزمن تطبیق د چټکتیا په موخه پریکړه وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰. . .

بېرته خبرونه ته