د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پکتیا له مرستیال والي سره وکتل

urgent_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۸:۵۵
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن سه شنبه د 1403/4/5 نېټې د پکتیا ولایت له مرستیال والي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول په هغه ولایت کې د کانونو د پروژو د پلي کېدو په اړه يې بحث او نظرونه شریک کړل.

د پکتيا مرستيال والي د کانونو او پټروليم وزارت له لوري د دغه ولايت د کاني زېرمو د مدیریت او روڼتیا په برخه کې خوښي څرګنده کړه او د دغه ولايت د خلکو وړانديزونه او ستونزې يې د کانونو او پټروليم وزارت له سرپرست سره شريکې کړې او د پروژو د پلي کېدو او په دغه ولايت کې د شته ستونزو د حل په برخه کې يې د وزارت له مشرتابه څخه د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې د شته امکاناتو په شتون کې به د دغه ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته