د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرایوي رئیس سره د وزارت په مرکزي  کې وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۵:۳۰
sds

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن د 17/3/1401 نېتې د ټاپي ګازو نل لیکې شرکت له اجراییه رئیس ښاغلي محمد مراد امانوف او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دغه ناسته کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین حاجي ملا ناصر آخند، د زراعت وزارت مالي او اداري معین مولوي فضل الباري فضلي او د خارجه وزارت اقتصادي چارو رئیس شفیع الله اعظم ګډون درلوده. چې کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې د هوکړه لیک پر تطبیق او د پایپ لاین په اوږدو کې د ځمکې د استملاک په اړه بحث وشو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې په اړه د شویو هوکړه لیکونو د تطبیق، د پروژې د تخنیکي ستونزو او د پروژې د تطبیق د بهیر د پرمختګ په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې ترکمنستان هیواد د ګازو او تیلو له پلوه بډایه هیواد دی او اوس چې په ټول افغانستان کې پوره امنیت شتون لري، د دې پروژې د عملي کار په برخه کې باید لازم او عاجل اقدامات وشي.
ښاغلي امانوف د پروژې په تطبیق کې د اسلامي امارت له پاملرنې او ملاتړ څخه مننه وکړه او د وزیر صاحب د خبرو په تایید یې وویل “چې اوس په ټول افغانستان کې پوره امنیت دی او هغه مالي سرچینې چې موږ له ځانه سره لرو موږ کولی شو چې د دې پروژې لومړني کارونه پېل کړو.”
د غونډې په پای کې د ماليې او زراعت وزارت معینانو خپل نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته