د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پایپ لاین لمېټېډ شرکت (TPCL) له رئیس او د ترکمنستان سفیر سره وکتل

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۸:۵۴
dgh

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د ټي پي سي ایل شرکت (TPCL) رئیس محمد مراد امانوف او په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر اویزوف خواجه سفر گیدویچ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د ټاپي پروژې د اهمیت سربېره د پروژې په ورستیو پرمختګونو او پلانونو خبرې وشوې. د ټاپي پایپ لاین لمېټېډ شرکت رئیس محمد مراد امانوف د پروژې په تخنیکي، اقتصادي او حقوقي برخه کې د تګلارې په اساس د خپلو ورستیو کارونو په هکله معلومات شریک کړل او ډاډ يې ورکړ چې د پروژې د ساختماني چارو د پیلولو لپاره آمادګي لري او ژر به په افغانستان کې د پروژې ساختماني چارې پیل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: موږ د ټاپي پروژې د تطبیق په موخه له اړونده ادارو سره همغږي رامنځته کړې ترڅو په پروژه کې اساسي تحرک رامنځته شي.
هغه زیاته کړه چې د پروژې په اقتصادي او اجتماعي برخه کې له اړونده ادارو سره له نږدې کار کوي ترڅو په پروژه کې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

ښاغلي چخانسوري وویل: افغانستان د صنعت د پراختیا لپاره انرژۍ ته ضرورت لري او موږ کولی شو د پروژې د ګازو څخه د انرژۍ په تولید کې ګټه واخلو او هغه ولایتونو ته چې د ټاپي پروژې مسیر ته نږدې دي، د ګازو څخه د موثرې استفادې لپاره زمینه برابره کړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

محمد هارون چخانسوري د افغانستان د کانونو او صنعت د خونې غړو ته په خطاب کې: مشترکو موخو ته د رسېدو لپاره باید په ګډه کار وکړو ترڅو په سکتور کې شفافیت او تحرک تامین او خلکو ته د کارموندنې فرصتونه ایجاد شي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د کانونو او صنعت د خونې له رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده او د یادې خونې له یو شمېر غړو سره په ناسته کې د کانونو د قانون، د جواز ورکړې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مس‌عینک په پروژه کې د شته ستونزو د حل لپاره بېړني اقدامات ترسره کیږي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، په کابل کې د چین سفیر ښاغلي وانګ‌یو سره نن سهار په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د افغانستان د استخراجي صنایعو له سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ولسمشر له ستر سلاکار ښاغلي کبیر عیسی خېل سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري په حقوقي چارو کې د ولسمشر له ستر سلاکار ښاغلي کبیر عیسی خېل سره وکتل.

په دغه کتنه کې د میس عینک پروژې پر څرنګوالي او د یادې پروژې د. . .

بېرته خبرونه ته