د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک قراردادي کمپنۍ له مسوولینو سره وکتل

firoz_admin
سه شنبه, اپرېل 02 2024 8:40 AM
ss

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مس عینک قراردادي کمپنۍ له مسوولینو سره په ناسته کې، د پروژې د وروستیو پرمختګونو، د مسو د پروسس د کارخونې د جوړېدو، د پروسس لپاره د برېښنا د تولید سرچینې او په نږدې راتلونکې کې د عملي کار پیل پر څرنګوالی باندې بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک پروژه د هېواد لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه وبلله او د دغې کمپنۍ د ژمنو سره سم یې په هېواد کې دننه پر سل سلنه پروسس ټینګار وکړ.
 د يادې کمپنۍ مسوولينو د چارو د لا ښه والي په موخه د وزارت له همکارۍ مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د تعهداتو مطابق د دغې پروژې عملي چارې پيل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه, جولای 11 2024 1:00 PM
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو لومړنی نندارتون پرانیستل شو

 د زمردو دغه درې ورځنی نندارتون د پنجشېر والي الحاج محمد اغا حکیم، د کانونو رئیس، د کلیو پراختیا وزیر، سیمه ییزو چارواکو، ملي سوداګرو، صنعتکارانو او د رسنیو په شتون کې چې پکې د زمردو. . .

یکشنبه, جولای 07 2024 10:42 AM
Background image

د آمو دریا نفتي حوزې قراردادي شرکت افچین د مرکزي او سیمه یزو دفترونو د اړتیا وړ توکو آفر ګشايي

د افچین شرکت د 12000 زره لېټرو تېلو، Cisco ټیلفونونو، د IT وسایل او تجهیزاتو او د مرکزي دفتر د کارکوونکو د خوړو قرارداد افرګشايي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب. . .

یکشنبه, جولای 07 2024 10:34 AM
Background image

د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د 7.5 میلیونو ډالرو په ارزښت د ګازو د دوو څاګانو د کیندلو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 16/4/1403 نېټې په داسې حال کې، چې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي، رئیسانو، د کانونو داستخراج د شرکتونو. . .

بېرته خبرونه ته