د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قرغزستان هېواد له پانګوال سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له یوتن قرغزستاني پانګوال سره په خپل کاري دفتر وکتل.
په دغه کتنه کې قرغزستاني پانګوال د افغانستان د کانې زېرمو په ځانګړې توګه د انتیموني په برخه د پانګونې سربېره یې د معیاري لابراتوار د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد د کانونو په برخه کې یې د پانګونې په موخه د هغوی هر کلی وکړ د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او کانونو د قانون او طرزالعمل مطابق یې ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.