د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قرغزستان الاتو شرکت له رئیس سره ولیدل

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۸:۵۸
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ (24/7/1403) د الاتو شرکت له رئیس او د دغه هیواد د کانونو وزارت له پخواني مرستیال ښاغلي الماس بیک سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

ښاغلي الماس بیک د یاد شرکت د کارونو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د هېواد په زرشویي کانونو کې د پانګونې په برخه کې یې لېوالتیا څرګنده کړه دغه راز یې په میدان وردګو ولایت کې د جستو د پروسس کارخونې د جوړېدو خبره وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د پانګونې په برخه کې به د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې ورسره همکاري کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته