د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د سرپل له والي سره وکتل

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۳:۴۸
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د سرپل له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت بدري د یکشنبې په ورځ د 1403/10/16 نېټې په خپل کاري دفتر کې د سرپل له والي الحاج مولوي محمد ظریف مظفر سره وکتل.
په دغه لیدنه کې  ښاغلي مظفر صاحب د سرپل کاني زېرمو د مدیریت، د نویو کانونو کشف او سروې په موخه د وزارت یو تخنیکي ټیم لېږل یاد ولایت ته، د کاني زېرمو له عوایدو څخه د بنسټيزو پروژو تمویل، د آمو دریا نفتي حوزې اړوندو سیمو کې ټولنیز خدماتو وړاندې کولو په اړه یې خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د غوښتنو له اورېدو څخه وروسته یې د کانونو د کړنلارې او قانون مطابق ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

بېرته خبرونه ته