د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د زرغون فولاد آسیا شرکت له رئیس سره ولیدل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د زرغون فولاد آسیا شرکت له رئیس ښاغلي سید اکبر یعقوبي او له یو تن ایراني پانګوال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د زرغون فولاد آسیا شرکت رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست څخه د مېلمه پالنې تر څنګ د هیواد په کانونو کې د پانګونې په ځانګړې توګه د باریت، مرمر، رخام و سلستین غوښتونه وکړه. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کان کېندنې د قانون او مقرراتو له مخې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.