د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دویم مس عینک کان له مسوولینو سره وکتل

sp_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۴:۵۱
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ (2/7/1403) نېټې په خپل کاري دفتر کې د دویم مس عینک کان له قراردادي مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې د یادې پروژې مسوولینو د خپلو اکتشافي پرمختګونو او کاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د چارو د چټکتیا په موخه یې خپل نظریات او وړاندیزونه له سرپرست وزیر سره شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دویم مس عینک پروژې د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او قراردادي شرکت ته یې په ټولو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د قرارداد د شرایطو پر بنسټ خپل مسوولیتونه ترسره کړي او د پروژې پراختیایي فعالیتونو ته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته