د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د خاکجبار او سروبي ولسواليو له مشرانو سره ولیدل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۸:۴۳
بب

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن چهار شنبه د 28/4/1402 نېټې د خاکجبار او سروبي ولسواليو له مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې د یادو سیمو مشرانو د وزارت د کارونو او برنامو ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د دوی ستونزو ته دې رسېدنه وشي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له هغوئ سره ژمنه وکړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري به د هیواد د ټولو وګړو ستونزو ته رسېدنه او د ښه خدمت په وړاندې کولو کې له هیڅ ډول همکاريو ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته