د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د جرمني هېواد له یوتن پانګوال سره ولیدل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۸:۳۷
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په بهر کې مېشتو یو شمېر افغان متخصصینو او د جرمني هېواد له یو تن پانګوال د کنترا شرکت له رئیس سره نن ورځ په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په پیل کې د کنترا شرکت رئیس د لابراتوارونو په برخه کې خپلې  تجربې شریکې کړې د کانونو د سکټور اړوند د مسلکي او تخنیکي زده کړو لپاره د زمینې برابرولو په اړه خبرې وکړې، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست له لوري یې هر کلی وشو.
ورپسې افغان متخصصینو د افغانستان په اوسني وضعیت خوښي څرګنده کړه زیاته یې کړه: د افغانستان او سني وضعیت ته په کتو او ډېرو کاني زېرمو په درلودو سره د کان کیندنې په اړه موږ او په بهر کې مېشت ټول متخصصین د مشورې ورکولو او خپلو تجربو شریکولو ته چمتویو.
ښاغلي وزیر صاحب د دوی له نظریاتو او غوښتنو مننه وکړه، له بهر څخه یې د لاډېرو متخصصینو او پانګوالو جلبولو په اړه ټېنګار وکړ او د همکاریو ژمنه یې ورسره وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته