د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیې هيواد د سیاسي او اقتصادي څېړنيز مرکز له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۰:۱۲
dd

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ د 11/6/1402 نېټې د ترکیې هېواد د سیاسي او اقتصادي څېړنيز مرکز له رئیس ښاغلي موسی سردار چیلي بي سره په خپل کاري د فترکې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: په افغانستان کې د بهرنيو پانګوالو لپاره دپانګونې ښه زمینه او اسانتیاوې  برابرې دي او کولی شي چې د افغانستان په کانونو باندې پانګونه وکړي.
ښاغلي موسی سردار چیلي بي وویل چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ښه زمینه او اسانتیاوې برابرې دي، ترکیي پانګوال حاضر دي چې د یاد هېواد په کانونو باندې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه  د هغوی له لېوالتیا څخه مننه وکړه او د کان کېندنې د قانون اړوند یې ورسره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته