د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تخار ولایت له علماوو او مشرانو سره وکتل

kamran_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۱:۲۱
علما ولایت تخار

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ 1403/10/20 نېټې په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له علماوو او مشرانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې یې د دیني عالمانو د رول، اسلامي نظام او د کانونو او پټرولیم وزارت د فعالیتونو لاسته راوړنو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د یاد ولایت مشرانو او مخورو د وزارت د مشرتابه د کارونو ستاینه وکړه، د کاني سرچینو او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو خبرې وکړې او دیاد ولایت د کاني سرچینو د ښه مدیریت لپاره یې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل، د خلکو ستونزې یې د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: اسلامي امارت او د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه هڅه کوي چې د خلکو د ژوند د هوساینې لپاره د کارموندنې غوره چاپیریال برابر کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته