د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تخار له والي سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د تخار ولایت له والي ښاغلي مولانا عبیدالله امین زاده سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ یې د پانګوالو پرجلبولو، د کاني زېرمو مدیریت، د غیري قانوني کیندنې مخنیوی او دیاد ولایت د خلکو د ستونزو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تخار د والي له راتګ څخه مننه وکړه، د یاد ولایت د خلکو د ستونزو د هواري په موخه یې د کان کیندنې قانون او طرزالعمل مطابق د همکاریو ډاډ ورکړ.