د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایران د کاني موادو نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۰:۲۱
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایران د کاني موادو نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت‌الله بدري د مل پلاوي په ګډون د خپل رسمي سفر پر مهال د کاني موادو په نړیوال نندارتون پرانیستغونډې کې، چې د ایران د کانونو وزارت مرستیال، د کاني موادو د څېړنې مرکز رئیس او د خصوصي سکتور ګڼ شمېر استازو ګډون کړی و وینا وکړه.
ښاغلي بدري صاحب په خپلې وینا کې حاضرینو ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان یو باثباته هېواد دی او د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت غواړي د ګاونډیو هېوادونو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان له کانونو اغېزمنه ګټه پورته کړي.
همدارنګه د نندارتون له بېلابېلو برخو او د لیتیمو د پروسس له کارخونې څخه یې لیدنه وکړه او د خصوصي سکتور ګڼ شمېر شرکتونه یې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول. 
دغه راز، د نندارتون په څنډو کې د افغان پلاوي غړو د ایران د اړوندو ادارو له مسوولینو سره خپل نظریات شریک کړل په پای کې کوربه هېواد د همکاریو او پانګونې په برخه کې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته