د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اسلامي هېوادونو له علماوو او پانګوالو سره وکتل

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۹:۲
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ (24/7/1403) نېټې د ترکیې، یمن او اندونیزیا له علماوو او پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او د اسلامي امارت د نظام په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

د يادو هېوادونو علماوو له سرپرست وزير سره په کتنه کې د هېواد د اوسني حالت په اړه خوښي څرګنده کړه او په تېرو دريو کلونو کې يې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو، په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت د لاسته راوړنو ستاينه یې وکړه، همدارنګه د هېواد د مرمر او زمردو په کانونو کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ ویې ویل: د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د هڅونې او جذب په برخه کې موږ چمتو یو چې قانوني همکاري وکړو او لازمې اسانتیاوې رامنځته کړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته