د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ازبکستان هېواد د کانونو او جیولوجي وزارت له مرستیال سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د ازبکستان هېواد د کانونو او جیولوجي وزارت له مرستیال ښاغلي قدیرایف او مل پلاوي سره وکتل، په یاده ناسته کې د کانونو د اکتشاف او کیندنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د کاني موادو د صادراتو او پروسس په اړه خبرې وکړې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو د څېړنو او ګډو مطالعاتو د تر سره کولو په موخه د لاسلیک شویو تړنونو په پلي کولو ټینګار وکړ زیاته يي کړه: په افغانستان کې د سر تاسري امنیت په ټینګښت سره د بل هر وخت څخه اوس د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، ازبکستاني پانګوال کولی شي، چې په افغانستان کې د هایدرو کاربنونو او جامدو کانونو په استخراج او پروسس کې پانګونه وکړي.
د ازبکستان هېواد پلاوي دشویو تړونونو د پلي کولو تر څنګ په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د ګډو مطالعاتو د تر سره کولو ترڅنګ یې د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه زیاته يي کړه: ازبکستاني پانګوال لېواله دي، چې په افغانستان کې د اوسپنې په کانونو او هایډرو کاربنونو په برخه کې پانګونه وکړي.
په پای کې د دواړو لوریو تر منځ د ګډو مطالعاتي پروژو په مشخصولو کار وشو او ژمنه وشوه چې په نږدې راتلونکې کې عملي کارونه پیل شي.