د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اروپايي ټولنې له سفیرې سره ولیدل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۱۴:۲۰
w

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د اورپا ټولنې له سفيرې اغلې رافیلا سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
ښاغلي شېخ صاحب ورته د ښه راغلاست تر څنګ د اسلامي امارت د تېرو ۱۳ میاشتو لاسته راوړنو لکه د افغانستان د طبیعي زېرمو، فعالیتونو، عوایدو، شفافیت، ملي حاکمیت او سرتاسري امنیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.  او زیاته یې کړه: موږ په دې هڅه کې یو چې د کانونو په سکټور کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړو تر څو په دې سکټور کې د پانګونې زمینې برابرولو تر څنګ، لا ښه شفافیت او سرعت هم رامنځته کړو.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د هیواد اوسني وضعیت د اړتیاوو او د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.
اغلې رافیلا د یاد وزارت د پلانونو د ښه تطبیق ستاینه وکړه او همدارنګه یې د هیواد په پرمختګ کې د یاد وزارت رول مهم وباله. 
د اروپایي ټولنې سفیرې د افغانستان د کانونو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او همدارنګه یې د بشري مرستو پروګرامونو یادونه هم وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

بېرته خبرونه ته