د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ایران هېواد ته په رسمي سفر روان شو

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۲:۴۳
image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري د مل پلاوي په ګډون د دوشنبې په ورځ د یو رسمي سفر په ترڅ کې ایران ته روان شو.
تمه ده چې په دغه سفر کې به د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په یاد هېواد کې د کاني موادو د کارپوهانو او څېړونکو دویمه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي او ددې تر څنګ به د بېلابېلو شرکتونو له استازو او پانګوالو سره هم وګوري چې په دغو لیدنو کې به د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د افغانستان په کاني ظرفیتونو، د کانونو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو بحث او خبرې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته