د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر د تالکو د اتحاديي له غړو سره وکتل

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۶ - ۸:۳۹
ffff

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند د تالکو اتحاديې له مشرانو او غړو سره وکتل؛ د لېدنې په سر کې، د اتحاديي غړو د قراردادنو په اړه د خپلو ستونزو د شریکولو ترڅنګ په کوچنیو قراردادنو کې د پانګونې لپاره د غوره زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه او هم يې په ننګرهار ولایت کې د خپلو شرکتونو او قراردادنو په اړه لازم وړاندیزونه د وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌ وزیر ښاغلي مومند په خپلو خبرو کې وویل؛ مونږ د تالکو په برخه کې مشخصه تګلاره لرو چې د همدې تګلارې څخه د سکټور نه د ګټې اخیستنې لپاره معلوم میکانیزم مشخص شوئ؛ او مونږ به د همدې تګلارې پر بنسټ پرمخ ځو.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست اړونده مسئولینو ته هدایت ورکړل ترڅو د دوي ستونزې واوري او د حل په موخه يي اقدامات ترسره کړي.

#تالک #د_کانونو_او_پترولیم_وزارت #MoMP

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته