د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستوزير نن مازديګر د کانونو د محافظت د انسجام کمېټې د رياست له رئيس او غړو سره په کتنه کې د کانونو د محافظت او د غير قانوني استخراج په اړه بحث وکړ.

په دغه غونډه کې د رياست غړو ته دنده وسپارل شوه چې د هغو ولايتونو مفصل ګزارش چې هلته د کانونو غير قانوني استخراج کېږي، چمتو کړي چې په نتيجه کې به يې له غيرقانوني استخراج څخه د مخنيوي ترڅنګ عوايد خلکو او بيتالمال ته راوګرځي.