د کانونو او پټرولیم وزارت د NTA پنځو بستونو ازموینه تر سره شو.

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۳:۳۶
Jhh

 

د کانونو او پټرولیم وزارت د NTA بستونو ازموینه نن چهار شنبې د 15/4/1401 نېټې د یادو بستونو داوطلبانو په ګډون د وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت د وړتیا او روڼتیا له مخې د PSU پروژېNTA قراردادي بستونه چې مخکې اعلان ته سپارلي وو. چې رقابتي ازموینې په یوه شفافه فضا او د کانونو وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور، معینانو، د منابع بشري رئیس ښاغلی احمد ضیا خاکسار، د عواید رئیس محمد رسول عقاب او د یادو برخو مسؤولینو په حضور او پوره څارنې سره تر سره کړه.

د یاد وزارت د بشري منابع ریاست د NTA پنځه قرارداي بستونه عبارت دي له: د حقوق ارشد کارپوه، د جي آی اس متخصص، د کان کېندنې تخنیکي چارو کارپوه، د جیولوجيکي چارو او نقشه برداري کارپوه او حقوقي کارپوه بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي وو. چې 100 تنو ورته ثبت نام کړی وو چې د بشرې منابع او د موظف کمټې له لوري د اسنادو ارزونې په ترڅ کې 23 کسان شارټ لېست او د ازموینې پړاو کې داخل شوو.

د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري د دغه وزارت د NTAقراردادي کارکوونکو په استخدام کې د وړتیا او شفافیت پر اصولو باوري دي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

بېرته خبرونه ته