د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچنیو کانونو د قراردادونو تطبیق  ته نوی رئیس معرفي شو

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۰ - ۱۳:۳۲
تا

د کانونو او پټرولیم وزارت د 28/11/1400 نېټې  او د 105 شمېرې وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارات د ریاست الوزرا عالي مقام 5/12/1400 نېټې او د 1315 شمېرې د حکم پر اساس ښاغلی حافظ انجنیر فرید برات زی د کوچني قراردادونو تطبیق د رئیس په توګه وټاکل شو، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور لخوا د دغې ادارې کار کوونکو ته ورمعرفي شو.
په دغه مراسمو کې د وزارت د دفترعمومي رئیس، د منرالونو تنظیم عمومي رئیس، د منابع بشري رئیس او دغه ریاست یو شمېر کار کوونکو ګډون درلود. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کوچني قراردادونو تطبیق نوی رئیس ته د مبارک تر څنګ وویل:” چې شاغلي مخکې د ولوړو زده کړو وزارت کې دنده تر سره کړې چې کافي تجربه لري او په ټولو چارو کې ورته بریالیتوب غواړم".
د کوچني کانونو د قراردادونو تطبیق نوي رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له باور څخه د مننې تر څنګ وویل “ چې په اړوندو چارو کې د پرمختګ لپاره به هر اړخیزې هڅې وکړم او له خپلو همکارانو څخه هیله کوم چې د چارو د ښه پر مخ بېولو لپاره په ګډه کار وکړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته