د کانونو او پټرولیم وزارت د پاټک کانونو د استخراج او پروسس شرکت له رئیس سره وکتل.

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۳:۴۵
lkj

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن د  3/3/1401 نېټې د ترکیې هیواد د پاټک کانونو استخراج او پروسس شرکت له رئیس تولګاه سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي تولګاه ته د کانونو او پټرولیم وزارت ښه راغلاست ووایه او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د هغه د بشپړ ملاتړ له امله مننه وکړه.
په دغه کتنه کې د هېواد د استخراجي صنايعو په سکتور کې د پانګونې پر شته ظرفيتونو او فرصتونو هراړخيزې خبرې وکړې.
د پاټک شرکت رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ وویل: ترکي پانګوالو ته باید د افغانستان په کانونو کې د پانګونې زمینه برابره شي، ځکه چې د پاټک شرکت سربېره د یاد هېواد نور خصوصي او دولتي شرکتونه د افغانستان په کانونو کې پانګونه کوي.
ښاغلي تولګاه د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکټور کې د پانګونې په برخه کې د ترکیې د خصوصي سکتور د زیاتو شرکتونو د لېوالتیا په اړه لنډ معلومات شریک کړل.
په پای کې د کانونو او کارموندنې په برخه کې د دواړو لورو ژمنو ترڅنګ د یاد وزارت سرپرست وویل: موږ د هېواد د استخراجي صنایعو په برخه کې د ملي او نړیوالو پانګونو هرکلی کوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

بېرته خبرونه ته