د کانونو او پټرولیم وزارت او علامه د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د مرستې تفاهمنامه لاسلیک شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۸:۴۱
dd

د کانونو او پټرولیم وزارت او د علامه دلوړو زده کړو موسسې ترمنځ تفاهم لیک؛ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي محبوب الله رباني په واسطه، نن ورځ مخکې له غرمې لاسلیک شو.

د دغه تفاهم لیک له لاسلیک کولو څخه موخه د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکونکو د تحصیلي سویې لوړول، ترڅو د انساني سرچینو د غوره کړنو پخاطر اغیزمن ګامونه اخیستل شوي وي.

دواړو خواوو د تفاهم‌نامې په لاسلیک کولو سره وویل چې د تعلیمي بنسټونو او دولتي ادارو ترمنځ د ورته علمي مشارکت په جوړولو سره به، د کارکونکو تحصیلي سویې ته وده او ترڅنګ به د هېواد اقتصاد هم پیاوړی شوی وي.

د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري هوډ لري چې، د نورو غوره تحصیلي بنسټونو سره هم د دې وزارت د انساني سرچینو د تحصیلي سویې د لوړولو پخاطر، د همکارۍ ورته تفاهم‌نامې لاسلیک کړي.

#علامه #کانونو_او_پټرولیم_وزارت #MoMP

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته